د ګلونو په خالونو د ټپ د نښو درمنله

د ویډیو تشریح، د ګلونو په خالونو د ټپ د نښو درمنله
د خپرېدو وخت

د سوېلي کوریا د خال وهلو "ټټو" هنرواله 'یون' له هغو ښځو سره چې ځانونه یې ټپي کړي، مرسته کوي چې د دغو ټپونو نښې د ګلونو په خالونو پټې کړي.

هغې تېر کال د ټټو سینګارخونه جوړه کړې او تر اوسه یې د همداسې شاوخوا ۶۰ مېرمنو د ټپ نښې د ګل په خالونو پټې کړې کړې دي. له هغوی یوه ۲۷ کلنه سیونګي ده.