د چين د فضايي راکټ ټوټې بې کنټروله ځمکې ته را لوېږي

China Launches Space Station Core Module Tianhe

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

اټکل کېږي چې د دې اوونۍ په پای کې د چين د فضایي راکټ ټوټې بې کنټروله بېرته ځمکې ته راولوېږي.

دا د چين لانګ مارچ ۵ بي راکټ دی چې د چین د فضايي اډي په استولو کې کارول شوې و. د دې وزن ۱۸ ټنه دی او په تېرو لسيزو کې تر ټولو لويه اله ده چې اتوموسفير ته استول کېږي.

امريکا د پنجشنبې پر ورځ ويلي، چې دغه وسيله څاري خو تر دې مهاله يې د راپرځولو کوم پلان نه لري.

د امريکا د دفاع وزير لويډ اسټن وايي، "موږ هيله من يوو چې دا به داسې ځای راولوېږي چې چا ته په کې زيان و نه رسېږي، هيله ده چې په سمندر او يا دې ته ورته ځای کې راولوېږي".

ډېری فضايي کارپوهان اټکل کوي چې دغه ټوټې به شبنې ناوخته او يا يکشنبې سهار مهال راولوېږي خو ډېری وخت داسې وړاندوينې ناڅرګندې وي.

په اصل کې دا د اپرېل پر ۲۹ د ځمکې له سطحې ۱۶۰ لېرې مدار ته استول شوې وه او له هغه مهاله يې لوړوالی کمېده.

Re-entry zone

چین تر دې وړاندې د تیانګونګ -۱ او تیانګونګ-۲ په نوم دوه ازمیښتي تشیالي مرکزونه د ځمکې مدار ته استولي وو چې دواړو د ستورمزلو د نسبتآ لنډمهاله اوسېدو لپاره امکانات درلودل.

تیانهې به چې چیني ژبه کې د اسمانونو د همغږۍ معنا لري، لږترلږه د لسو کلونو لپاره د ګټې اخیستلو جوګه وي.