د کېسټ اېجادوونکی د ۹۴ کالو په عمر مړ شو

کېسټ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

هالنډی انجنیر لویو اوټینز چې د غږ ثبتولو ټیپ ریکارډر کېسټ یې ایجاد کړی، د ۹۴ کالو په عمر ومړ.

په ۱۹۶۰ مو کلونو کې له لومړي ځل تولید راهیسې اټکل کېږي چې تر اوسه د ټیپ ریکارډر ۱۰۰ میلیارده کېسټونه پلورل شوي دي. د اوټینز ایجاد د موسیقۍ اورېدو دود په خلکو کې بدل کړ او په دا وروستیو کلونو کې د کېسټو تولید او کاروول یو ځل بیا ډېر شوي دي.

د دغه هالنډي انجنیر کورنۍ ویلي، د تېرې اونۍ پای کې نوموړی په خپل پلرني ښار دویزیل کې ومړ.

اوټینز ۱۹۶۰ کلونو کې د فلیپس شرکت تولیداتو ودې څانګې مشر وټاکل شو او له هغه وروسته یې د ملګرو انجنیرانو ډلې په مرسته کېسټ ایجاد کړ. ۱۹۶۳ کال کې لومړی ځل کېسټ په برلین کې د راډیو الیکترونیکي نندارتون کې وړاندې شو او ژر یې په نړیواله کچه مینه وال ډېر شول.

له هغه وروسته چې یو شمېر جاپاني شرکتونو په بېلا بېلو بڼو ورته کېسټونه تولید کړل، اوټینز له فلیپس او سوني شرکتونو سره تړون لاسلیک کړ چې د ده چمتو شوی کېسټ به له ثبت شوې بڼې سره سم تولیدوي.

د کېسټ له تولیده پنځوس کاله وروسته له ټایم مجلې سره یوه مرکه کې اوټینز وویل، له لومړي ورځې دا (احساس) ورسره و.

کېسټ

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د نړۍ لر او بر کې میلیونونونه کېسټونه پلورل شوي دي

اوټینز د کومپکټ ډیسک یا سي ډ‌ي په چمتو کولو کې هم ونډه درلوده چې تر اوسه په نړیواله کچه له ۲۰۰ میلیاردو ډېرې پلورل شوې دي. ۱۹۸۲کال کې چې فلیپس لومړی ځل د سي ډي چلولو اله چمتو کړه، اوټینز وویل:

''له ننه وروسته دودیز ټیپ ریکارډر متروک شو. ''

نوموړی څلور کاله مخکې متقاعد شو او د خپل کار په هکله یوې پوښتنې ته ځواب کې یې وویل د ژوند تر ټولو لوی ارمان یې دا دی چې مشهور کیسټ پلیر واکمین د فلیپس پر ځای سوني بازار ته وړاندې کړ.

دا وروستیو کلونو کې د تمې خلاف د ټیپ ریکارډر کېسټونه یو ځل بیا خورا مشهور شول او د لیډي ګاګا او دکیلرز په ګډون مشهورو سندرغاړو خپله موسیقي له همدې لارې خپره کړه.

د بریتانیا رسمي چارټس شرکت د شمېرو له مخې د وړم کال پرتله پروسږ کال د ټیپ ریکارډر کېسټونو پلور ۱۰۳ سلنه زیات شوی دی.