د ناسا پلټونکی روباټ له ۷ میاشتې مزل وروسته مریخ ته ورسېد

د خپرېدو وخت

د امریکا د فضایي ادارې (ناسا) یو پلتونکی روباټ (پرسیورنس) له ۷ میاشتې مزل وروسته په بریالیتوب سره مریخ ته رسېدلی او له ځنډ پرته یې د ناستې له ځایه انځورونه اخیستي او بېرته یې ځمکې ته رالېږلي دي.

دې روباټ له ناستې وروسته د مریخ پر سطحه د (جزیرو) کندې انځور واخیست. ساینس پوهان ګومان کوي چې دا کنده میلیاردونه کاله پخوا د اوبو ډنډ و.

دا پلټونکی روباټ د ژوند د تېرو اثارو د پلټنې او موندنې لپاره دې سیارې ته لېږل شوی دی.

هغه سګنال چې پر مریخ د پلټونکي ناستېدل ښيي د ګرینویچ پر وخت ۲۰:۵۵ کلېفورنیا کې د ناسا مرکز ته ورسېد.

له مریخ تر ځمکې واټن ته په پام د دواړو ترمنځ پیغام ۱۱ منټو کې رسېږي.

د دې ماموریت د پروژې مرستیال مشر مټ والاس وايي، څومره چې پوهېږي، پلټونکی روغ رمټ دی او دا ښه خبره ده.

دا پلټونکی لږ تر لږه راتلونکي دوه کلونه شپږ زر کیلويي ټيرونه د مریخ دښتو کې په دې هیله کندنو کې مصرفوي چې ښايي دغه سیاره کې د تېر مهال د ژوند څرک ولګوي.

تصور دی چې جزیرو میلیاردونه کلونه پخوا ستر ډنډ و او هر ځای چې اوبه وي هلته د ژوند چانس هم وي.

شننې ښيي چې مریخ مزلی د جزیرو هغې سوېل ختیځې دلتا ته په دوه کیلومتره واټن کوز شوی چې پکې د څېړنې نیت لري.

د دې پلټونکي اصلي دنده تېر کې د ژوند اثارو د موندلو لپاره پلټنې او په ۲۰۳۰ لسیزه کې د نورو دندو لپاره ځمکې ته له مریخ د خاورو او ډبرو د بېلګو تیارول دي.

دا روباټ هم د کیوریاسیتي یا کنکجکاو مریخ مزلي په څېر بڼه لري چې ناسا پر ۲۰۱۲ کال ګیېل کنده کې کوز کړ.

خو اوسنی تر هغه ډېر توپیر لري او داسې وسیلو سره سمبال دی چې نويو علمي پوښتنو ته ځواب ووايي.

د پلټونکي لوی انجینر ادام ستلتزنر وايي، هیله شته چې دا مریخ مزلی تر کیوریاسیتي لا سخت وي. په داسې ډول چې ټیرونه یې ډېر په ځنډ وراسته شي او شګلن چاپېریال کې اسان وخوځېږي.

دا پلټونکی له شلو ډېرې کمرې او یوه جوړه میکروفون لري. دوه داسې دوربینونه یا کمرې لري چې د مریخ نرم اتومسفیر کې به د الوت هڅه وکړي.

دا په ۱۹۷۰ لسیزه کې د وایکېنګ له دوو ماموریتونو وروسته د ناسا لومړنی ماموریت دی چې نېغ به د ژوند نښو پسې وګرځي.

په دغه واټن ټولو ماموریتونو کې د دې پوښتنې ځوابولو هڅه شوې چې مریخ یو وخت د ژوند مناسب استوګنځی و که نه، خو دا پوښتنه تراوسه د قناعت وړ ځواب نه لري.

په دوه زرمه لسیزه کې د اسپریټ او اپورچونیټي په څېر ماموریتونو او وروستیو کې د کیوریاسیټي پلټونکي دندې وښوده چې مریخ یو وخت ډېره ګرمه او ډېره مرطوبه کوره وه او میکروبي ارګانیزمونو د دوام لپاره یې ټولې کیمیايي اړتیاوې په خپل وجود کې درلودې.

اوس د پرسیویرنس دنده د داسې نښو موندل دي چې ښايي دې لومړنيو ارګانیزمونو په ځای پرېښودلي وي.

خو له دې واقعیت سترګې نشي پټېدلی چې دغه مریخ مزلي ته به سخته وي چې دا مسله په پرېکند ډول حل کړي.