ډاکټرانو ۲۲ کلن ځوان ته څنګه مخ او لاسونه پیوند کړل
د خپرېدو وخت
جو ډیمیو، چې په نړۍ کې د مخ او لاسونو د لومړني پیوند کېدو بریالۍ تجربه لري، وايي، غواړي بېرته خپل "عادي ژوند" ته راستون شي. په ۲۰۱۸ کال د موټر ټکر کې د ۲۲ کلن ډیمیو څه باندې ۸۰ سلنه بدن وسوځېد، ګوتې یې غوڅې شوې، شونډې او باڼه یې له لاسه ورکړل. تر ۲۳ ساعته جراحۍ او پنځو میاشتو وروسته، هغه وویل اوس یې موخه دا ده چې د خپلې مور او پلار له کوره ووځي.