د اوښ شیدې؛ کینیا کې نوې "سپینه طلا"
د خپرېدو وخت
د اوښ شیدې د لږ غوړوالي او روغتیايي ارزښت له امله د نوو فوق العاده خوړو په توګه ستایل شوې دي. د ختیځې افریقا بزګران په وچو او نیمه وچو سیمو کې د نړۍ ۶۰ سلنه اوښان لري او دوی د هغوی ډېرې مغذي شیدې پلوري او له عوایدو یې ګټه تر لاسه کوي. پیټر وکابا د بي بي سي له "سمارت مني" برخې د کینیا شمالي وچو ځمکو ته ورغلی او هلته یې له یوې واده شوې جوړې سره خبرې کړې چې په وینا یې د ورځې له ۱۰ تر ۱۵ زرو لیترو د اوښ شيدې پلوري.