هایډروجن د نړیوال اقتصاد راتلونکی دی، ننګونې یې څه دي؟
د خپرېدو وخت
د کورونا ویروس روانې وبا د نړۍ لروبر د ډېرو هېوادونو اقتصادونه ځپلي، ډېر یې د وتنلارو په راکتو بوخت دي. د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن هیله لري دې ناروغۍ له امله راپورته شوو اقتصادي ستونزو کمولو کې به نوښتونه لویه ونډه ولري. د داسې سوداګريزو الوتکو جوړول هم یې يوه بڼه ده، چې هېڅ زهرجن غاز نه تولیدولي. ښاغلي جانسن درنو ټرانسپورتي چارو او صنعت کې د هایډروجن ټکنالوژۍ کارولو يادونه هم کړې خو پر هایډروجني ټکنالوژۍ ولاړ اقتصاد ډېرې ننګونې هم لري.