له بوټو د هایډروجن تولید

د ویډیو تشریح، له بوټو د هایډروجن تولید
د خپرېدو وخت

په اسراییلو کې ساینسپوهان وايي، له بوټو یې هایډروجن تولید کړی دی. هیله ده چې دا ښايي د برېښنا تولید لپاره د بوټو په کارولو کې یو لوی پرمختګ وي. دا ډول انرژي، تر تېلو او ډبرو سکرو پاکه ده، خو ساینسپوهان وايي، لا هم اوږده لار په مخکې لري چې دا کار په لویه کچه وکړي.