ايميونېټي يا له ناروغيو د خونديتابه په اړه د پوهېدو هلې ځلې

د ویډیو تشریح، ايميونېټي يا له ناروغيو د خونديتابه په اړه د پوهېدو هلې ځلې
د خپرېدو وخت

د کورونا ويروس په اړه پوښتنې خورا زياتې دي، يوه يې هم دا چې که څوک ترې روغ شي، بيا پرې اخته کېدی شي؟ او که بدن یې پر وړاندې خونديتابه ځواک جوړوي، چې پرې د بيا اخته مخنيوی یې کوي. دځينې بېلګې شته، هغه کسان چې په کورنا ويروس اخته شوي وو، داسې انټيباډي يا دفاعي ځواک يې موندلی چې دوی خوندي ساتي، خو دا روښانه نه ده، چې هر څوک خوندي دي که څنګه.. بي بي سي د ځينو تر ټولو مهمو پوښتنو ځواب موندلو هڅه کړې.