په قطبونو کې د کنګل ویلې کېدو په اړه د ناسا رپوټ

د ویډیو تشریح، په قطبونو کې د کنګل ویلې کېدو په اړه د ناسا فضايي رپوټ
د خپرېدو وخت

د اقلیمي بدلون په اړه د ناسا وروستۍ څېړنې موندلې چې په ګرین‌لېنډ او انټارکټیکا کې کنګلونه په پراخه کچه ویلې شوي. د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ، ۵۰۰۰ میلیارده ټنه کنګل له قطبي سیمو له منځه تللی، چې په امریکا د میشیګن جهیل ډکولی شي.