تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تر ټولو اسان او خطرناک پاسورډ مالوم شو
د برتانیا د انټرنېټي خوندیتوب ملي مرکز وایي، په دې هېواد کې ملیونونه کسان داسې پاسورډونه کاروي چې مالومول یې اسان دي، خو کاروونکو ته سرخوږی جوړولی شي. یاد مرکز د هغو انټرنېټي حسابونو یوه ارزونه کړې چې پاسورډونو یا شفرونه یې افشا شوي وو.
له پایلو یې جوته شوې ده چې ۱،۲،۳،۴،۵،۶ په دې ډله کې تر ټولو ډېر کارېدونکی پاسورډ دی. کابو ۲۳ ملیونه حسابونو کې دا پاسورډ کارول شوی دی.
څېړونکي وایي، له دې پایلو څرګندېږي چې عام خلک د انټرنېتي خوندیتابه په اړه ډېر پوهاوی نه لري، او دې برخه کې ناغېړي ورته ګواښ پېښولی شي.
د دې مرکز په وینا، د ښه پاسورډ ځانګړتیا دا ده چې درې بې ربطه کلمې سره یو ځای شي او پاسورډ ترې جوړ شي.
ډېری خلک عادي نومونه هم په پاسورډونو کې کاروي، چې په دې ډله کې اشلي، مایکل، ډنئیل، جسېکا او چارلي تر ټولو زیات کارول شوي نومونه دي.
د برتانیا د انټرنېټي خوندیتابه د ملي مرکز مشر ډاکټر این لېوي وایي، هغه خلک چې اسانه پاسورډونه لري یا په پاسورډ کې نومونه کاروي، ځان له جدي ګواښ سره مخامخ کوي.
نوموړي وایي:
"خلک باید د خپلو محرمو مالوماتو د پټولو لپاره داسې پاسورډ ونه وکاروي چې په اسانه یې اټکل کېدلی شي، لکه ستاسې خپل نوم، یا ستاسې د خوښې فوټبال لوبډله یا د موسیقۍ ډله".
په دې څېړنه کې ۴۲ سلنه خلکو داسې وېره څرګنده کړې چې ګواکې پر انټرنېټ به ورسره ټکي برګي وشي.