تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا د روسي انټي ویروس نه کارونې خبرداری ورکړی
په بریتانیا کې د سایبر یوه امنیتي بنسټ، دولتي سازمانونو ته ویلي چې د روسي شرکت لخوا جوړی شوی انټي ویروس د جاسوسي خطرې مخنیوي لپاره ونه کاروي.
د سایبر ملي امنیت مرکز بریتانیا ته ویلي، په تېرو شپږو میاشتو کې نه دي توانېدلي د "کاسپرسکای لب" انټي ویروس جاسوسي سرنښو ته لاسرسی ومومي.
په ورته وخت کې دې مرکز له دولتي بنسټونو غوښتي چې په خپلو هغو شبکو کې دا سافټوېیر ونه کاروي چې مهم ملي اطلاعات په کې دي.
دا سافټوېیر په نړۍ کې ۴۰۰میلیونه کاروونکي لري.
دوه اونۍ وړاندې امریکا هم دولتي سازمانونو ته ۹۰ ورځې وخت ورکړ چې کاسپرسکای لب سافټوېیر ونه کاروي. امریکا د دې شرکت او د روسيې امنیتي دستګاوو تر منځ پر اړیکو اندېښنه ښودلې.
کاسپرسکای لب، چې د کمپیوټري انټي ویروس تولید په برخه کې تر ټولو پېژندل شوی سافټوېیر دی، وایي، د سیاسي کشمکشو تر منځ پاتې دی. دوی ويلي: "هېڅکله مو هېڅ دولت ته په سایبري جاسوسۍ کې مرسته نه ده کړې".
روسیې په دې وروستیو کې د خپل هېواد درې د سایبري امنیت کارکوونکي ونیول او امریکا ته په جاسوسۍ یې تورن کړل. له نیول شویو کسانو، یو یې د دې شرکت پخوانی کارکوونکی و.