اسکار جایزه ګټونکې او د وخت ښکلې څېرې صوفیا مرکه
د خپرېدو وخت
د ایټالیوي فلمونو مشهورې لوبغاړي صوفیا لورین په ۱۹۶۱ کال کې د (دوه ښځو) په نامه د یوه فلم لپاره د اسکار جایزه وګټله.
دغه فلم کې نوموړې د یوې ځوانې مور رول لوبولی چې په جنګ ځپلې ایټالیا کې د خپلې لور د خوندي ساتلو هڅه کوي.
صوفیا لورین په ۶۰ او ۷۰ لسیزو کې په افغانستان کې ډېر مینه وال درلودل، د نوموړې ځینې فلمونه به په سینما ګانو کې خپرېدل او ډېر کسان به یې لیدو ته ورتلل.
صوفیا اوس ۸۰ کلنه ده او ۶۰ کلنه کاري مخینه لري.اوس یې د خپل ژوند په اړه د (پرون، نن، سبا، زما ژوند) په نامه کتاب لیکلی دی.
له بي بي سي سره د یوې مرکې په پیل کې نوموړې د خپلې مور په اړه خبرې کوي.