د افغان کډوالو ايستل؛ پاکستان ډیورنډ کرښې سره نوې لارې پرانيزې
د خپرېدو وخت
پاکستان کې چارواکي وايي له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه یې درې نوې لارې پرانیستې دي چې ورسره له دغه هېواد د بې اسنادو افغان کډوالو لېږولو پروسه ګړندۍ کړي.
په کوټه کې د اطلاعاتو سرپرست صوبایي وزیر وزیر جان اڅکزي ویلي، نوې لارې په بلوچستان کې جوړې شوې دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر بي بي سي ته وویل دوی چمتو دي چې په دې نویو لارو هم ورستنېدونکي افغانان ومني.
زموږ همکار افتخار خان یې نور جزییات لري.