د افغان کډوالو ملاتړ: د پښتونخوا د هنرمندانو ټولنې محکمې ته عريضه کړې
د خپرېدو وخت
په پاکستان کې د افغان هنرمندانو د ملاتړ په پار د پښتونخوا د هنرمندانو ټولنې د پېښور های کورټ ته قضیه وړاندې کړې چې افغان هنرمندان باید افغانستان ته ونه لېږل شي.
د دوی ادعا دا ده چې په افغانستان کې د هنرمندانو سر ته خطر پېښ دی.
د پښتونخوا د هنرمندانو ټولنې له لوري دا ګام تر هغه وروسته اخیستل شوی چې پاکستان له خپلې خاورې د نومبر تر لومړۍ نېټې د ټولو هغو بهرنیو وګړو د وتلو امر کړی چې د دوی په وینا قانوني اسناد نه لري.
دلته د پښتونخوا د هنرمندانو د ټولنې د یوه غړي او دوو افغان هنرمندانو نظر اورو