ځوانانو کې نهيلي: پښتونخوا کې کارپوهان وايي د فرصتونو کمښت يې لوی دليل دی
د خپرېدو وخت
په پښتونخوا کې د زلمیانو د ځان وژنې دلایلو په تړاو یوې غونډې ته کارپوهانو ویلي چې د تعلیم او دندو کمښت د دې سبب کېږي چې په ځوان کهول کې نهیلي ډېره شي.
د مفکورې په نوم ټولنې په پېښور کې غونډه جوړه کړې وه چې ارواپوه ډاکټر میا افتخار حسین پکې خبرې وکړې.