د اقليمي بدلون اغېز: پاکستان کې د زرغونو سيمو کمښت خلکو ته ستونزې پيدا کړې دي
د خپرېدو وخت
په خيبر پښتونخوا کې کروندګر او عام خلک شکایت کوي چې د هوزېنګ سوسایټیز یا نويو کورونو جوړولو په موخه لویې ادارې په ډېره اندازه ځمکې اخلي او له همدې امله یې اوس په سیمو کې زرغون چاپېریال او ځمکه له منځه تللې ده.
دغه کروندګر وايي په قانون کې دې بدلون راشي چې د زرغونو سیمو ورکېدو مخه ونیول شي.
په پېښور کي زموږ همکار رحمان الله په دې رپوټ کې له ځايي خلکو او چارواکو سره خبرې کړې دي: