وکيلان: پاکستان په تېرو څو کلونو کې زرګونه کسان ورک شوي

د ویډیو تشریح، وکيلان: پاکستان په تېرو څو کلونو کې زرګونه کسان ورک شوي
د خپرېدو وخت

پاکستان کې تېرو څو کلونو کې زرګونه خلک ورک شوي، چې تر ډېره يې پړه د دغه هېواد پر استخباراتي اېجنسیو اچول کېږي. د ورکو شوو خلکو قانوني استازي او وکیلان وايي، ډېر ورک شوي پښتانه او بلوڅان دي.

خو دا ورک شوي خلک څوک دي، او هغه څه تورونه دي، چې ډېر يې له امله نيول شوي. د حقونو ټولنې او د ورکو شوو کورنۍ یې د عدالت په لټه کې دي، خو قضا او حکمې د عدالت برابرولو کې څه رول لوبوي يا لوبولی شي.

رحمان الله پرې له پېښور راپور رالېږلی دی.