د اسونو نالول: دغه لرغونی مسلک په پښتونخوا کې په ختمېدو دی
د خپرېدو وخت
کله مو په پاخه سړک د اسونو د پښو کړپا ته پام شوی دی؟ په دلیل یې هم حتما خبر یاست چې د دوی پښې نال شوې وي. که مو د نالیدو اصطلاح هم نه وي اورېدلې نو ساده به یې ووایم هغه اوسپنه چې د اسونو په پښو یې لګوي.
دا کار هر څوک نه شي کولی، خپل ځانګړي مسلکي کسان یې وي. په پېښور کې یې له یوه سپين ږیري اورو چې په دې کار کې ماهر دی خو اندېښمن دی چې ځوانان یې نه زده کوي او دا ډار شته چې دغه کاروبار شاید ورو ورو ختم شي.