خيبرپښتونخوا کې د هندوانو معبد له سوځول کېدو وروسته بيا رغول شوی
د خپرېدو وخت
د خېبر پښتونخوا په کرک ولسوالۍ کې د هندوانو هغه معبد چې په ۲۰۲۰ کال کې سوځول شوی و، اوس بېرته رغول شوی او بیا پکې خلک عبادت کوي.
هندوان له ټول پاکستان دغه ځای ته ورځي. دغه مندر په ۱۹۰۴ کال کې جوړ شوی.
عرفان خټک ورغلی و او نور جزییات لري.