خیبر پښتونخوا کې د کمیونیټي ښوونځیو د فراغت مراسم

د ویډیو تشریح، خیبر پښتونخوا کې د کمیونیټي ښوونځیو د فراغت مراسم
د خپرېدو وخت

د خيبر پښتونخوا د لومړنيو او ثانوي زدکړو بنسټ يا ايلمنټري اينډ سيکنډري ايجوکېشن فاونډېشن په لومړي ځل د کميونیټي سکولز د زدکونکو لپاره د سند اخیستنې دستوره يا ګريجويشن د ستوره جوړه کړې وه.

دستوره چې پکې د خيبر پښتونخوا والي يا ګورنر حاجي غلام علي، د پښتونخوا مشر سکرتر نديم اسلم چودهري، د پښتونخوا د لومړنيو او ثانوي زدکړو سکتر معتصم باالله شاه ګډون درلود، زدکونکو ته سندونه ورکړل شول.

درو هلکانو او درو نجونو زدکوونکو ته په خپلو ټولګيو کي په اول، دويم او دريم راتللو د سرو زرو ميډالونه هم ورکړل شول.

د لومړنيو او ثانوي زدکړو بنسټ د خيبر پښتونخوا هغو وروسته پاتې سيمې کې چې حکومتي ښوونځي پکې نشته د هلکانو او نجونو د تعليم لپاره کميونیټي سکولز په عصري ډول کار کوي.

په خيبر پښتونخوا کې د کميونیټي سکولز شمېر تقريبا ۳۸۰۰ دی چې دوه سوه زره هلکان او نجونې زدکړې پکې کوي.

په پېښور کي زموږ همکار رحمان الله هم دغې دستورې ته ورغلی و او د کمیونیټي سکولز د زد کوونکو، ښوونکو او د تعليم له چارواکو سره یې خبرې کړې دي.