د پېښور راډيو؛ لومړي وزير شهباز شريف يې د بيارغونې ژمنه کړې
د خپرېدو وخت
په پاکستان کې لومړي وزیر شهباز شریف اعلان کړی دی چې په پښور کې د پاکستان د راډیو ودانۍ د بیا رغونې چارې باید سملاسي پیل شي، دا ودانۍ د مې د نهمې او لسمې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو پر مهال په بشپړ ډول ویجاړه شوه او اور ورته واچول شو.
ښاغلي شریف دغه اعلان د پنجشنبې پر ورځ پېښور ته د خپل سفر پر مهال وکړ. لومړي وزیر د ارشیف د هغو لرغونو او تاریخي ریکاردونو په ضایع کېدو هم خپګان څرګند کړ چې د تاوتریخوالي په دغو پېښو کې ویجاړ شول او وسوځېدل.
رحمان الله د راډیو ارشیف ته د وراوښتي زیان په اړه رپوټ لري.