د کډوالو بېړۍ ډوبېدو پېښه کې د يوه قرباني تره کيسه کوي

د ویډیو تشریح، د کډوالو بېړۍ ډوبېدو پېښه کې د يوه قرباني تره کيسه کوي
د خپرېدو وخت

تېره اوونۍ د اېټالیا په جنوبي ساحل کې د کډوالو یوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې لسګونه کسان ووژل شول چې ډېری یې د افغانستان، پاکستان او ایران وو.

د بېړۍ د ډوبېدو په پېښه کې د تری تم شویو کسانو د موندنې لپاره هڅې اوس هم روانې دي.

په دې پېښه کې شاوخوا سل کسان مړه شوي، چې ډېری پکې افغانان وو. په کابل کې د طالبانو حکومت وايي، د تېرې یکشنبې ورځې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه افغانان وژل شوي دي.

د پاکستان د ښځو د هاکي لوبغاړې شاهده رضا هم په هغه کسانو کې شامله وه چې په دې پېښه کې وژل شوې. د پېښور یو١٤ کلن هلک اذان هم په دې پېښه کې وژل شوی. دلته یې له تره سره خبرې کوو: