پښتونخوا کې د غنمو کموالی: کرنيزې ځمکې يې شاړې دي

د ویډیو تشریح، پښتونخوا کې د غنمو کموالی: کرنيزې ځمکې يې شاړې دي
د خپرېدو وخت

پاکستان د اوړو له کمښت سره هم مخامخ دی. خيبر پښتونخوا د غنمو له پلوه تر ډېره پر پنجاب تکیه دی. اوسېدونکي یې وايي کال په کال یې خپل غنم کم شوي دي.

د کروندو کارپوهان وايي چی په خيبر پښتونخوا کې د شاړو مځکو په خړوبېدو دا ستونزه حل کېدای شي.

په پيښور کې زموږ همکار رحمان الله رپوټ لري.