پېښور پوهنتون کې فيسټيوال؛ نړۍ ته د پېښور ښه انځور ورپېژني
د خپرېدو وخت
خېبر پښتونخوا لا هم د اورپکۍ او ترهګرۍ له تاوه کړېږي. تېرو نژدې دوو لسيزو کې د پښتونخوا بېلابېلو سيمو کې ښوونځي په بمونو الوځول شوي، قومي مشران او سياستوال وژل شوي او خلک په ترهه او وېره کې ژوند کوي.
بېلابېلو سيمو پوځي عملياتو هم ټولنو ته ژور زيان اړولی دی.
دا اوس اوس پېښور پوهنتون کې د سوله ييز سوچ غوړولو او نړۍ ته د پښتنو مثبتې څېرې ښوولو په موخه يوه مېله جوړه شوې وه.
جوړوونکو یې ويل، غواړي دا روښانه کړي چې پښتانه سوله غوښتونکي دي.
رموږ همکار رحمان الله پرې له پېښوره رپوټ لري.