ماشومان او موبايلونه؛ پښتونخوا کې اندېښمن مور او پلار

د ویډیو تشریح، ماشومان او موبايلونه؛ پښتونخوا کې اندېښمن مور او پلار
د خپرېدو وخت

مورتوب او پلارتوب او د ماشومانو روزنه او پالنه هېڅکله اسانه کار نه و. خو د ځيرکو ټليفونونو او برېښنايي توکو له پراخې کارونې سره، د ميندو پلرونو پر وړاندې نوې ننګونې رامخکې شوې دي.

د نړۍ لروبر کارپوهان پرله پسې لارښونې کوي، چې ماشومان د دغو برېښنايي ځيرکو کارولو کې څنګه کابو کړی شي، او پر سکرين يا پردې یې له ډېر وخت تېرولو او روږديوالي وساتلي شي.

پښتونخوا او افغانستان کې هم دا ستونزه پراخه ده.