پېښور کې يو کس پخوانۍ کسټې ډيجيټلي بڼې ته اړوي

د ویډیو تشریح، د پخوانيو کسټونو نوې بڼه: پېښور کې يې يو کس ډيجيټلي بڼې ته اړوي
د خپرېدو وخت

په پېښور کې د کسېټو یا فیتو یو دوکاندار چې له شاوخوا ۵۰ کلونو دا کاروبار کوي، وايي، اوس ټولې فیتې کمپیوټر ته اړوي چې خلک وکولی شي مواد یې په ډیجټل بڼه ترلاسه کړي.

وايي د افغانستان او پښتونخوا په ګډون له عرب هېوادونو هم مشتریان لري.

دی بي بي سي ته خپله کیسه کوي.