يوه اوونۍ په کوټه کې: د هوټلونو عربي نومونه
د خپرېدو وخت
که مو کله د کوټې او چمن پر لویه لار سفر کړی وي، نو لیدلي به مو وي چې د ډېرو هوټلونو نومونه عربي لغتونه دي. من و سلوا، اجوا، دوبۍ، ابوظبي، شارجه او نور. دا کار شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې پیل شوی دی خو د پښتنو سیمو ته د متحده عربي اماراتو نومونه له کومه راغلي؟ چا راوړي؟ يوه اوونۍ په کوټه کې د رپوټونو د لړۍ په وروستي رپوټ کې خدای نور ناصر د عربي نومونو د دليل په ځواب پسې گرځېدلى: