د کوټې اوونۍ: د ځنګلونو وهل او پر اقليم يې اغېز

د ویډیو تشریح، د کوټې اوونۍ: د ځنګلونو وهل او پر اقليم يې اغېز
د خپرېدو وخت

د اقلیمي بدلون اغېز هر ځای لېدل کېږي. اوس یې نښې په بلوجستان ایالت کې له مودو راهیسې لېدل کېږي.

په دغه ایالت کې څو کاله وړاندې په بېلا بیلو سیمو کې لوی لوی ځنګلونه وو،‌ خو اوس نژدې ټول له منځه وړل شوي او د ګوتو په شمېر یې پاتې دي.

د پښتون مېشتې ولسوالۍ کلاعبدالله ځنګل پير علي زي سیمه چې له نامه يې لا ځنګل جوت دی،‌ اوس په سپېره دښته بدل شوی دی.

خدای نور ناصر هملته ورغلی او دا رپوټ یې چمتو کړی دی.