بډه بېره کې د مدرسې ښوونکې چا او ولې ووژله؟

د خپرېدو وخت

څو ورځې وړاندې د خيبر پښتونخوا د پېښور په بډه بېره سيمه کې يوه مېرمن وژل شوې وه. پوليس "اوس وايي دغه ښځه د مدرسې ښوونکې وه او نه يې غوښتل چې د اوښي (خور مېړه) له ورور سره واده وکړي، چې په ظاهرا يې د خور مېړه پرې ظلم کړی او وژلې ده."

د پوليسو د چارواکو په وينا د لومړينو معلوماتو او پلټنو له مخې تورن کس غوښتل چې دغه ښوونکې د ده له ورور سره واده وکړي خو نجلۍ ترې انکار کړی و. په وروستيو کې د ښوونکې کورنۍ يې کوژده بل ځای کړې وه.

د پېښور د پوليسو يو چارواکی کاشف عباسي وايي، پوليسو د دغه ښوونکې اوښی نيولی او د محکمې په حکم به د دريو ورځو لپاره د پلټنو په موخه په بند کې ساتل کېږی.

د ښوونکې عمر ۲۴- ۲۵ کاله ښودل شوی چې د بډه بېرې سيمه کې د يوې مدرسې ښوونکې وه.

کاشف عباسي وايي، "دغه وژنه د سم پلان له مخې شوې او تورن کس د سي سي ټي کامرو د ويډيوګانو او د شته شواهدو پر بنسټ په څو ورځو کې ونيول شو. "

نوموړي زياته کړه چې "د ښوونکې اوښي د دغې پېښې پر ضد لاريون کې برخه اخيستې وه، د مدرسې او پوليسو پر ضد يې نارې هم وهلې وې، تر څو خلک پرې شک ونکړي. "

د يادولو وړه ده چې د دې ښوونکې مړی د تېرې جمعې په ورځ بډه بېره سيمه کې موندل شوی و چې وروسته ځايي خلکو احتجاج وکړ او لاره يې بنده کړه.

قتل څنګه پلان شوی و؟

د سټمبر پر ۱۴ مه نېټه دغه ښوونکې سهار وختي مدرسې ته تللې وه او د لوډسپيکر لپاره يې مايک په کار وه او له ورور يې غوښتي وو چې مايکروفون مدرسې ته ور وړي.

د پوليسو په وينا "تورن کس د مدرسې مخې ته ورغلی او يوه ښځه چې چادري يې اغوستې په ګاډي کې ورسره کېناسته. ظاهرا دی د مايکروفون ورکولو لپاره تللی و خو اراده يې بل څه وه. "

پوليسو وايي، "ښوونکې په موټر کې ناسته، له دې ښکاره شوه چې تورن کس يې د کورنۍ غړی دی."

د پوليسو په وينا تورن کس د سړک پر سر دغه ښوونکې له موټره راويسته په ډزو يې وويشتله، کله چې نجلۍ مړه شوه تورن کس يې جسد په کثافاتو کې واچاوه، واښه او خځلې يې پرې واړولې.

پوليسو په خبري کنفرانس کې دغه ويډيو هم ښودلې ده.

د پوليسو چارواکی کاشف عباسي وايي، له ډي اېن اې معاينې به د ښوونکې د وژلو علت معلوم شي او دا به هم روښانه شي چې ایا د جنسي تېري کومه هڅه شوې که نه.

په بډه بېره سيمه کې وړاندې هم د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې وې چې له امله يې ځايي خلکو احتجاج وکړ او د انډس لويه لار يې وتړله.

لاریون کوونکو د پوليسو پر ضد نارې وهلې او د مجرمانو د نيولو غوښتنه يې کوله.