د پېښور په زندانونو کې ولې د تورنو کسانو د وژنې پېښې ډېرې شوې دي؟

    • Author, عزیزالله خان
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

د خیبر پښتونخوا پېښور ښار په مچني تاڼه کې د خپلې مېرمنې د قتل په تور د یوه بندي ځوان وژنې د هغه د کورنۍ غصه پارولې او د دې پېښې د پلټنې غوښتنه یې کړې ده.

دوه ورځې مخکې په دغه زندان کې د ضیا الرحمان په نوم د یوه ځوان مړی په داسې حال کې وموندل شو چې زندۍ شوی و. پولیس ادعا کوي چې هغه پخپله ځان وژلی دی خو مور او پلار یې د پولیسو دا خبره نه مني.

پر هغه د ښځې د وژلو تور ولې پورې شو؟

پر ۲۲ کلن ضياالرحمان د هغه خوسرګنۍ د خپل لور د وژلو تور پورې کړی و خو ضياء الرحمان پخپل بیان کې ویلي وو چې ښځې یې ځان وژنه کړې.

پولیس وايي، دغه ځوان د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د روزي په نوم نجلۍ سره واده کړی و.‌

د دې تاڼې د یوه چارواکي کاشف عباسي په خبره، د اګست پر ۱۳مه (تېره شنبه) د روزي مور او پلار تاڼې ته ورغلل او عریضه یې وکړه چې لور یې ځان نه دی وژلی بلکې خپل مېړه ضیاء الرحمان وژلې ده.

مور یې پخپل بیان کې ویلي چې یوه ورځ د خپلې لور پوښتنې ته ورغلې وه نو د ښځې او مېړه تر منځ د اوبو پر سر لفظي شخړه وشوه چې وروسته یې خواښې، خوسر او زوم درو واړو په لور باندې لاس پورته کړ او دې ته یې وویل چې سمدستي دې یې له کوره ووځي کنه نو وبه یې وژني.

د روزي مور وايي چې هماغه شېبه د خپلې لور له کوره ووتله او وروسته یې چې د لور د ځان وژنې خبر واورېد نو پر زوم یې د قتل عریضه وکړه.

د ضياء الرحمان د پلار اعتراض

په تاڼه کې د زوی د وژنې له پېښې وروسته یې پلار ګوهر د سیمې له ځینو نورو خلکو سره په ګډه په ورسک کې لاریون کړی او د انصاف غوښتنه یې کړې ده.

ګوهر خبریالانو ته په خبرو کې ادعا کړې چې ننګور یې ځان وژلی و خو پولیسو د هغې د قتل په تور د ده پر زوی، ښځې او پخپله پر ده د نیولو عریضه کړې وه.‌

همدا راز یې پر پولیسو تور پورې کړی چې ګواکې له مقابل لوري سره یې لاس یو کړی او د دوی له کورنۍ سره یې ظلم کړی دی.

خو پولیس وايي چې په دې اړه څېړنې روانې دي او اصلي لامل به یې وروسته په ډاګه شي.

په زندان کې دننه د وژنې پېښه څنګه رامنځ ته شوې؟

پولیس وايي چې تورن کس له دې وېرې ځان وژنه کړې چې د خپلې ښځې د قتل په تړاو به ځينې ثبوتونه پولیسو ته په لاس ورشي.

کاشف عباسي بي بي سي ته ویلي چې ضياء الرحمان نومي دغه کس د زندان په تشناب کې ځان زندۍ کړی و او وژلی و.

دی وايي، د صحنې په لیدو سره د سیمې څارنوالۍ ته خبر ورکړ چې پلټنه یې وشي او په خبره یې، تر پېښې وروسته د تاڼې امر،‌ منشي او درې نور کارکوونکي رخصت کړای شوي دي.

ښاغلی عباسي وايي چې تر پلټنو وروسته به په ډاګه شي چې د ضیاءالرحمان د وژنې تر شا څه کیسه ده.

د پېښور مچني تاڼه په داسې یوه ودانۍ کې ده چې هېڅ ډول امنیتي کامرې پکې نه شته ځکه چې دا تازه دې سیمې ته رالېږدول شوې ده. خو د پېښور په ځینو نورو تاڼو او زندانونو کې دا کامرې او په بېړنیو حالاتو کې د یو چا د ژوند ژغورنې ټولې اسانتیاوې ځای پر ځای شوې دي.

دا په زندان کې د خپل ډول لومړۍ پېښه نه ده

ضياء الرحمان لومړی کس نه دی چې د پېښور پولیسو تر نظر لاندې په یوه زندان کې خپل ژوند له لاسه ورکوي بلکې له ۲۰۱۸ راهیسې په تېرو څو کلونو کې داسې ګڼې پېښې شوې دي. خو داسې کم پېښ شوي چې د مسولو کسانو په خلاف دې څوک د پلټنې غوښتنه وکړي.

د ځينو رپوټونو له مخې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پېښور په بېلا بېلو تاڼو او زندانونو کې لږ تر لږه شپږ پېښې داسې شوي چې تورن کسان د شکنجې له کبله وژل شوي دي.

د پېښور په اغا امیرجاني تاڼه کې د ۲۰۱۸ کال د نومبر پر ۲۶ د فدا محمد په نوم یو تورن کس مړ شوی و چې د تاڼې پر امر یې د وژلو تور پورې شوی و. وروسته د دغه امر او د مقتول د کورنۍ تر منځ جوړجاړی او سوله شوې وه.

د ۲۰۱۹ په سپتمبر کې د ټاون پولیس په تاڼه کې د عمران الله په نوم یو کس مړ شوی چې وروسته مالومه شوه هغه پر نشه يي توکو روږدی و او په طبعي مرګ مړ شوی و.

له هماغه راهیسې امنیتي ادارو په زندانونو کې د ژوند ژغورنې بېړنيو درملو د ساتلو او د امنیتي کامرو د لګولو امر کړی و.