د رېکشاوو زيات چلن ککړتيا ډېره کړې

د ویډیو تشریح، د رېکشاوو زيات چلن ککړتيا ډېره کړې
د خپرېدو وخت

پېښور د جنوبي اسيا يو له هغو ګڼ مېشتو ښارونو دی، چې رېکشاوې یې د خلکو لېږد مهمې وسيلې ګڼل کېږي، ارزانه دي او خلک يې د کرایې وس لري.

خو ډېر شمېر یې په ناقانونه ډول هم د پښتونخوا دې سرښار پر سړکونو ګرځي، چې تر ډېره يې ټرافيکي ګڼه ګوڼه او د چاپېريال ککړتيا جوړه کړې ده.

نن سبا بيا خيبر پښتونخوا کې د بېوزلۍ او بېکارۍ له امله ان داسې ځوانان هم رکشو چلولو ته اړ شوي چې لوړې زده کړې يې کړې دي.

رحمان الله پرې له پېښوره راپور رالېږلی دی.