تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لنډي کوتل کې په مالونو بار ګاډو لپاره لار تړل شوې
د خپرېدو وخت
د افغانستان-پاکستان ترمنځ پر ترانزیتي لار د دولتي پلاوي او قومي جرګې ترمنځ خبرې بې پایلې شوې دي. د لنډي کوتل لویه لار نن د دویمې ورځې لپاره بنده ده. هلته سلګونه بار وړونکي موټر افغانستان ته د توکو د لېږدولو په تمه ولاړ دي. د قومي جرګې یوه غړي شفیق شیر هلته په یوه اعتراض کې ګډون کړی چې ښايي د میلیونونو افغانیو په ارزښت توکي د لارې د بندېدو له کبله له منځه ولاړ شي.
قومي مشران وايي، پاکستاني چارواکي د څارویو د لېږد مانع ګرځېدلي دي، چې دا بندیز باید لیرې کړل شي.