لنډي کوتل کې په مالونو بار ګاډو لپاره لار تړل شوې

د ویډیو تشریح، لنډي کوتل کې په مالونو بار ګاډو لپاره لار تړل شوې
د خپرېدو وخت

د افغانستان-پاکستان ترمنځ پر ترانزیتي لار د دولتي پلاوي او قومي جرګې ترمنځ خبرې بې پایلې شوې دي. د لنډي کوتل لویه لار نن د دویمې ورځې لپاره بنده ده. هلته سلګونه بار وړونکي موټر افغانستان ته د توکو د لېږدولو په تمه ولاړ دي. د قومي جرګې یوه غړي شفیق شیر هلته په یوه اعتراض کې ګډون کړی چې ښايي د میلیونونو افغانیو په ارزښت توکي د لارې د بندېدو له کبله له منځه ولاړ شي.

قومي مشران وايي، پاکستاني چارواکي د څارویو د لېږد مانع ګرځېدلي دي، چې دا بندیز باید لیرې کړل شي.‌