پښتونخوا کې د پوليو ضد واکسين بل پړاو پيلېږي
د خپرېدو وخت
په خيبر پښتونخوا کې د ګل يا دوشنبې له ورځې چې د جون ٢٧ مه نېټه ده، د پوليو ضد واکسين بل پړاو پيلېږي.
دا کمپاين ځکه مهم بلل شوى چې په پاکستان کې يو ځل بيا د پوليو نوې قضيې ليدل شوې دي.
سږکال په شمالي وزيرستان کې د پوليو لس قضيې ثبتې شوې، حال دا چې تېر کال په ټول پاکستان کې يوه قضيه هم نه وه ثبت شوې.
په پاکستان کې د پوليو د نه ختمېدو دلايل څه دي؟ رحمان الله يې په دې رپوټ کې د ځواب موندلو هڅه کړې ده.