پښتونخوا کې د يوه انځورګر کيسه: په کارتون څه ډول پيغامونه وړاندې کوي
د خپرېدو وخت
په پاکستاني ورځپاڼو کې د کارتونونو جوړونکي انځورگران اندېښنه لري چې د ورځپاڼو ورځې په شمار دي. دوى وايي اقتصادي حالت، وېبپاڼې او خواله رسنۍ د ورځپاڼو بازار سړوي.
ظهور د پښتونخوا مشهور کارتون جوړونکی دى چې له تېرو څو لسيزو پاکستاني ورځپاڼو ته کارتونونه جوړوي. له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې خپله کيسه کوي.