د پښتونخوا پوهنتونونو کې د طب افغان محصلینو ته فیسونه کمېږي

د ویډیو تشریح، د پښتونخوا پوهنتونونو کې د طب افغان محصلینو ته فیسونه کمېږي
د خپرېدو وخت

د پښتونخوا ایالت د پوهنې وزیر وايي، د هغو افغانانو لپاره چې ددغه ایالت طب پوهنځیو کې زدکړې کول غواړي، فیسونه کوي.

پښتونخوا د طب محصلین هر کال پوهنتون ته شاوخوا څلور زره ډالره فیس ورکوي.

ددې ایالت د پوهنې وزیر کامران بنګش وايي، دغه فیس به افغانانو ته د کال نژدې ۲۵۰ ډالره وي.

دا اعلان په داسې مهال شوی چې خپله د پښتونخوا پوهنتونونه له مالي ستونزو کړېږي. د پاکستان حکومت پر پوهنتونو مالي مرستې کمې کړې او ورته وايي‌ چې خپله باید عواید پیدا کړي.

رحمن الله د پښتونخوا د پوهنې له وزیر کامران بنګش سره د پوهنتونونو د مالي ستونزو په اړه غږېدلی.