شمال‍ي وزیرستان کې لومړی ځل عصري پوهنتون جوړېږي

د ویډیو تشریح، شمال‍ي وزیرستان کې لومړی ځل عصري پوهنتون جوړېږي
د خپرېدو وخت

په شمالي وزیرستان کې د ملي جمهوریت غورځنګ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی محسن دوړ وايي، په شمالي وزیرستان کې لومړی ځل یو عصري پوهنتون جوړېږي، چې وايي د پاکستان حکومت یې د جوړېدو وړاندیز منلی دی.

محسن دوړ بي بي سي پښتو ته ویلي، دا به د سیمې د کړېدلو خلکو لپاره د تعلیم په برخه کې یو لوی ګام او ښه زېری وي.

د نوموړي په وینا، یاد پوهنتون به له قبایلي سیمو او بلوچستان نه او همدارنګه له افغانستان نه د ښځو او ځوانانو په ګډون د ۵۰۰۰ محصلینو لرلو وړتیا ولري.

محسن دوړ وايي، اوس حکومت ته پکار ده چې د پوهنتون د جوړېدو کارونه چټک او عملاً یې کار پیل کړي.