خيبرپښتونخوا کې د روږدو کسانو د درملنې کمپاين پیل شوی
د خپرېدو وخت
د خيبر پښتونخوا صوبايي حکومت په نشي توکو روږدو کسانو خلاف کمپاين پيل کړی دی.
د پېښور لوړپوړي چارواکي ادعا کوي چې د دې کمپاین له مخې یې تر اوسه نژدې زر کسان چې په نشو روږدو وو نيولي دي.
صوبايي حکومت وايي هدف یې دا دی چې ټولنه له نشو پاکه کړي، د دوی به درملنه کېږي او د هنر زدکړه به ورکول کېږي.
دوی وايي پلان لري دا کمپاین د پېښور نورو برخو ته هم و غځوي.