"که په خپله سيمه کې وای ښايي لوړې زدکړې به مې نه وې کړې"

د ویډیو تشریح، "که په خپله سيمه کې وی ښايي لوړې زدکړې مې نه وی کړې"
د خپرېدو وخت

د پښتونخوا له دېره اسماعيل خان سيمې د ښځو د حقونو فعاله، مقدس کنډي وايي، که په خپله سيمه کې وای، ښايي لوړې زده کړې يې نه وی کړې.

اغلې کنډي هغه مهال د پېښور په یوه پوځي ښوونځي کې زده کړې کولې چې په یوه وسله وال برید کې یې شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکي او ښوونکي ووژل شول. خپله کیسه راته کوي.