ژوند په زيارتونو کې: د اصحاب بابا زيارت

د ویډیو تشریح، ژوند په زيارتونو کې: د اصحاب بابا زيارت
د خپرېدو وخت

ژوند په زيارتونو کې زيارتونه د اسلامي ټولنو، په تېره بيا هند نيمه وچې، افغانستان، منځنۍ اسيا، ايران، عراق، مصر او ترکيه کې د صوفيانو ترمنځ ډېر ارزښت لري. يو زيارت خپل ارزښت له هغه انسانه اخلي، چې پکې ښخ شوی دی، او ډېر کله د بېلابېلو زمانو خلکو ترمنځ په يوه کلتوري نښه او يوه مزار اوړي له لرې سيمو یې خلک لیدو ته ورځي.

بي بي سي د روژې مياشتې په اوږدو کې د "ژوند په زيارتونو کې" لړۍ لري، چې په ترڅ کې يې هره جمعه د يوه زيارت کيسه خپروو. دلته پکې د اصحاب بابا زيارت کيسه اورېدلی شئ.