ژوند په زیارتونو کې: د نوښار کاکا صاحب کيسه

د ویډیو تشریح، ژوند په زیارتونو کې: د نوښار کاکا صاحب کيسه
د خپرېدو وخت

زيارتونه د اسلامي ټولنو، په تېره بيا هند نيمه وچه، افغانستان، منځنۍ اسيا، ايران، عراق، مصر او ترکيه کې د صوفيانو ترمنځ ډېر ارزښت لري.

يو زيارت خپل ارزښت له هغه انسانه اخلي، چې په کې ښخ شوی دی، او ډېر کله د بېلابېلو زمانو خلکو ترمنځ په يوه کلتوري نښه او يوه مزار اوړي، له لرې سيمو یې خلک لیدو ته ورځي.