د پښتونخوا زيارتونه: د رحمان بابا د زيارت کيسه

د ویډیو تشریح، د پښتونخوا زيارتونه: د رحمان بابا د زيارت کيسه
د خپرېدو وخت

زيارتونه د اسلامي ټولنو، په تېره بيا هند نيمه وچه، افغانستان، منځنۍ اسيا، ايران، عراق او ترکيه کې د صوفيانو ترمنځ ډېر ارزښت لري.

يو زيارت خپل ارزښت له هغه انسانه اخلي، چې په کې ښخ شوی دی، او ډېر کله د بېلابېلو زمانو خلکو ترمنځ په يوه کلتوري نښه او يوه مزار اوړي، له لرې سيمو یې خلک لیدو ته ورځي.

بي بي سي به د روژې مياشتې اوږدو کې د ژوند په زيارتونو کې لړۍ کې بېلابېل راپورونه لرو. نن په کې د رحمان بابا زيارت کيسه ده، چې د پېښور جنوب ختيځ کې دی.