عايشه: د ژورناليزم برخه کې کار ننګونه وه
د خپرېدو وخت
عايشه یوسفزۍ پښتونخوا کې د راډيو يوه خبریاله ده. وايي د يوې پښتنې په توګه ورته ژورنالېزم کې کار يوه ننګونه وه، او ډېر كله له ستونزو سره مخامخ شوې ده.
خو زياتوي، د کاري ژوند له تجربې زده کړې د دې لار ورښوولې څنګه له ستونزو تېره شي. دا وايي پښتني ټولنه کې ډېرې داسې ښځې دي، چې په زده کړو او کار پسې له کوره وتو کې له خنډونو سره مخامخېږي. دا يې خپله کيسه کوي.