تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا کې د نابيناو ستونزې
د خپرېدو وخت
پاکستان کې نژدې یو نیم میلیون وګړي له ليد بې برخې دي. ډېر يې ماشومان دي. ځینې یې ځانګړو ښوونځیو کې زده کړې کوي خو ډېر کله د دوی لپاره د لوست ځانګړي کتابونه نشته.
اوس خيبرپښتونخوا کې په لومړي ځل د نابينا ماشومانو لپاره د کتابونو ځانګړی چاپ ماشين د دوی اړوندې ادارې ته ورکړل شوى دی.
په دې حکومتي ښوونځي کې همدا بې ليده ماشومان ﺯده کړې کوي. نوره کيسه يې پېښور کې د بې ليده ماشومانو همدې ښوونځي پرېنسيپل يا سرښوونکی راته کوي.