پښتونخوا کې د نابيناو ستونزې

د ویډیو تشریح، پښتونخوا کې د نابيناو ستونزې
د خپرېدو وخت

پاکستان کې نژدې یو نیم میلیون وګړي له ليد بې برخې دي. ډېر يې ماشومان دي. ځینې یې ځانګړو ښوونځیو کې زده کړې کوي خو ډېر کله د دوی لپاره د لوست ځانګړي کتابونه نشته.

اوس خيبرپښتونخوا کې په لومړي ځل د نابينا ماشومانو لپاره د کتابونو ځانګړی چاپ ماشين د دوی اړوندې ادارې ته ورکړل شوى دی.

په دې حکومتي ښوونځي کې همدا بې ليده ماشومان ﺯده کړې کوي. نوره کيسه يې پېښور کې د بې ليده ماشومانو همدې ښوونځي پرېنسيپل يا سرښوونکی راته کوي.