پېښور کې چترالي بازار: افغانستان کې يې بدلونونو سره کاروبار اغېزمن شوی

د ویډیو تشریح، پېښور کې چترال بازار: افغانستان کې يې بدلونونو سره کاروبار اغېزمن شوی
د خپرېدو وخت

د پېښور چترالي بازار چې د چترالي په دوديزو کاليو او جامو مشهور دى، سوداګر يې وايي افغانستان کې واک ته د طالبانو رسېدو سره يې کاروبار سخت اغېزمن شوی دی.

د دې بازار سوداګر وايي د کاروبار له خرابېدو سره يې ګڼ شمېر لاسي صنعتکارانو چې بېلا بېل توکي يې جوړول اوس کاري فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

پېښور کې مو همکار رحمان الله دې بازار ته ورغلى و او دا راپور يې پرې جوړ کړى دی.