د افغانستان او پاکستان تر منځ د سفر په موخه د دوستۍ بس بيا پيلېږي
د خپرېدو وخت
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ویلي د افغانستان او پاکستان تر منځ د خلکو تګ راتګ لپاره د ملګرتیا یا دوستۍ بس یو وار بیا پيلوي. دا بسونه به مساپر د افغانستان له ختیځ جلال اباد ښار مخامخ پېښور ته بیايي.
مساپر به اړ نه وي چې، له ډیورند کرښې اوښتو لپآره، په تورخم کې ساعتونه، په کتار کې ودرېږي. د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ بس خدمات په ۲۰۱۶ کال بند شول.
د پښتونخوا ټرانسپورټ مسوول، فهد اکرم قاضي په دې اړه بي بي سي پښتو سره خبرې کړې.