پېښور کې د موټر سايکلونو بيې

د ویډیو تشریح، پېښور کې د موټر سايکلونو بيې
د خپرېدو وخت

د جنوب او جنوب ختيځې اسيا ډېرو ګڼ نفوسه هېوادونو په څېر، پاکستان کې هم موټر سايکل د بېوزله خلکو سپرلۍ وسيله ګڼل کېږي.

خو پاکستان کې د انفلېشن يا پيسو پړسوب ستونزې د بېلابېلو توکو پر پېروپلور اغېز کړی، چې له امله یې موټرسايکلونو بيې هم لوړې شوې، ډېر يې د پېرلو توان نه لري، او د ټولنې يوه لويه برخه يې ورسره د ژوند اسانۍ له دې وسيلې بې برخې شوې ده.

دې حالت د ډېرو سوداګرو کاروباره هم اغېزمن کړی دی.

رحمان الله پېښور کې ګرځېدلی او خپل راپور کې یې همدې موضوع ته کتنه کړې ده.