فرانسوۍ پښتنه: ولې يې پښتو زدکړې او کلتور يې خپل کړی

د ویډیو تشریح، فرانسوۍ پښتنه: ولې يې پښتو زدکړې او کلتور يې خپل کړی
د خپرېدو وخت

والېري خان یوه فرانسوۍ ده، چې اوس ځان ته د صوابۍ پښتنه وايي.

مېرمن خان پاریس کې له یوه پښتانه سره واده کړی، او بيا ورسره پښتونخوا ته تللې او اوس دا نوی وطن خپل ټاټوبی ګڼي. والېري خان یوازې د پښتو زده کړې نه، چې د پښتنو له دود او کلتور سره یې هم ځان بلد کړی دی.

خدای نور ناصر ورسره خبرې کړې دي‌.